د افغانانو لپاره معلومات

د برازیل حکومت د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر راهیسې په افغانستان کې د بشري حقونو د جدي او پراخې سرغړونې له امله اغیزمنو شویو خلکو ته د بشري مرستو د رسیدو لپاره ویزې ورکوي. د بین المللي فرمان په اړه د نورو معلوماتو لپاره چې د افغانانو لپاره د بشردوستانه استقبال په هدف د ویزو ورکول تنظیموي دلته کی کاږۍ.

د بشردوستانه ویزې له صادرولو وروسته، ګټه اخیستونکی برازیل ته د ننوتلو لپاره تر 180 ورځو پورې وخت لري. ډیری نړیوالې الوتنې په ساو پاولو کې د ګوارولیوس نړیوال هوایی ډګر له لارې برازیل ته راځي او د ګوارولیوس نړیوال هوایی ډګر مجانی انټرنټ وړاندی کوي.

د ګوارولوس نړیوال هوایی ډګر کې د معلوماتو او مرستې لپاره، تاسو کولی شئ چی د مهاجرینو سره د بشري مرستې لپاره پرمختللي څانګه وګورئ.چی دغه څانګه مهاجرینو ته د وړیا مرستې وړاندیز کوي ،سربیره د عامه سرپناه په شمول د ټولنیزو مرستو شبکو اوټولنو ته لارښود او راجع کول.

آدرس : دوهم ترمینل ــ B Asaــ Mezaninoــ دفترشماره ۱۱۶

وخت : هره ورځ د سهارد ۸:۰۰ بجو نه تر ۱۹:۰۰ بجوپوری.

د تیلیفون شمیره: ۰۰۵۵۱۱۲۴۴۵۴۷۱۹

[email protected]بریښنالیک :


بیړنۍ او لنډ مهاله سرپناه

کله چې تاسو برازیل ته ورسیږئ، که تاسو د پاتې کیدو ځای نلرئ، دولتي عامی شبکې اود مدني ټولنې سازمانونولخوا د استوګنې ځایونه شتون لري.چی دا د استوګنی ځایونه لنډمهاله دي، ډیری وختونه شریک یا یو ځای وي او/یا په ګروپونو ویشل شوي وي (د بیلګې په توګه، د ښځو سرپناه، د نارینه سرپناه، د کورنۍ سرپناه). په عمومي توګه، د کورنۍ د سرپناه لپاره لږ ځایونه شتون لري.

  • د عامه استوګنی ځایونو ته راجع کول د ښاروالۍ او دولتي عامه ټولنیزې مرستې د شبکې د خدماتو لخوا ترسره کیږي.
  • دګوارولیوس په نړیوال هوایی ډګر کې هم، تاسو کولی شئ چی د دې خدماتوپه اړه د مهاجرینولپاره د بشري مرستې ددفتر څخه معلومات ترلاسه کړۍ.
  • دساوپاولو په ښار کی تاسی کولای شۍ چی دولتي اداری او مدني ټولنی چی د یونیسیار د اداری لاندی کار کوي تماس ونیسۍ چی په لاندی برخه کی ذکر شوي دي.
  • دنورو معلوماتو لپاره دلته کی کاږۍ.

بیا میشته کیدنه

پاملرنه: د برازیل څخه د نورو هیوادونو لپاره د بیا میشتیدنې پروګرام شتون نلري. دمهاجرینولپاره نړیوال سازمان (یونیسیار) د برازیل څخه نورو هیوادونو ته د مهاجرینو لیږد نه ترسره کوي کوم چې په برازیل کې دي. که تاسو غواړئ چې بل هیواد ته لاړ شئ، تاسو باید پخپله د اړونده قونسلګرۍ څخه غوښتنه وکړۍ.


په ساو پاولو کې اسناد او خدمات

هغه خلک چې د بشردوستانه ویزې څخه ګټه پورته کوي حق لري چی یواځی یو ځل د بشري استقبال په هدف د مهاجرت غوښتنه  یا لنډمهاله د استوګنې د پیژندلو غوښتنه وکړي.

تاسو کولی شئ د دولتي ادارو او مدني ټولنود سازمانونو څخه چې ستاسو د اسنادو په برخه کې د یونیسیار سره په ګډه کار کوي کومک وغواړۍ او همدارنګه د وړیا حقوقي مرستې خدماتو، رواني ټولنیزی پاملرنې اود پرتګالي ژبی د ذدکړی غوښتنه وکړۍ چی لاندی ذکر شوي دي.

  • د ساو پاولو) (Caritas آرچډیوسیسن – حقوقي، ټولنیزې مرستې او رواني ټولنیزې مرستې، پرتګالي ټولګي او کار موندنی په برخه کی مرسته کوي.

 

  • دواټساپ شمیره : ۰۰۵۵۱۱۹۷۶۳۰۸۰۲۳
  • آدرس:

 

  • Missao paz  د صلحی وظیفه : حقوقي، ټولنیزې مرستې او رواني ټولنیزې مرستې، پرتګالي ژبی ټولګي او د کار پیدا کولو په برخه کی مرسته کوی.

 

  • د واټساپ شمیره : ۰ ۰۰۵۵۱۱۳۳۴۰۶۹۵
  • Rua Glicerio, 225- Liberdade

 

 

  • دمهاجرینو لپاره د مراجعی  ، حقوقي ، ټولنیزو مرستو مرکز ((CRAI

 

  • تیلیفوني یا هم شخصي ملاقاتونه: ۰۰۵۵۱۱۲۳۶۱۳۷۸۰ / ۰۰۵۵۱۱۲۳۶۱۵۰۶۹
    • آدرس: Rua Major Diogo,834-Bela Vista
  • دمهاجرت د ادغام او تابعیت مرکز((CIC حقوقي مرستی او درسونو ته دلاس رسي دفتر

 

  • تیلیفون او واټساپ : ۰۰۵۵۱۱۳۱۱۵۲۰۴۸
  • آدرس : Rua Barra Funda,1.020 – Santa Cecilia

 

دمهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو ددفتر د نورو آدرسونو او معلوماتو لپاره دلته کی کاږۍ


په مکرر ډول پوښتل شوي پوښتنی FAQ

۱ــ څنګه کولاۍ شۍ چی د برازیل د بشر دوستانه ویزی لپاره غوښتنه وکړۍ ؟

د بشردوستانه ویزې لپاره باید د برازیل په لاندې سفارتونو یا قونسلګریو کې غوښتنه وشي: په پاکستان کې اسلام آباد، په روسیه کې مسکو، په ترکیه کې انقره، په متحده عربي اماراتو کې ابوظبي، په ایران کې تهران یا په قطر کې دوحه. برازیل په افغانستان کې قونسلګري نمایندګي نه لري.

 

۲ ــ د بشردوستانه ویزې دغوښتنی لپاره کوم اسناد اړین دي؟

د۲۰۲۱ کال د سپټمبر د ۲۴ نیټی د بین المللي فرمان له مخی اړین آسناد په لاندی ډول دي.

داعتبار وړ د سفر سند یعنی پاسپورټ چی کافي د اعتبار موده ولري، د ویزی لپاره دغوښتنی پاڼه یا فارم چی د سفارت یا قونسلګرۍ لخوا ورکول کیږي،برازیل ته د تګ لپاره د ټکټ ریزرویشن ، د جرمي ریکارډ سند یا عدم مسولیت پولیس چی د افغانستان لخوا صادر شوۍ وي که د جرمي ریکارډ ترلاسه کول نا شوني وي د قانون له مخی که چیری د یو مملکت جرمي ریکارډ وجود ونلري ددوی د اسنادو نه شتون به د وزارت خارجه لخوا په استثنایی ډول وڅیړل شي.

۳ــ ایا برازیل د هوایی ټکټونود پیرودلو په برخه کی کوم ډول کومک یا ملاتړ کوي؟

د ټکټونو اخیستلو لپاره د برازیل حکومت هیڅ ډول مرسته نه کوي. نو دا د افغان ولس دنده ده چې برازیل ته خپل هوايي ټکټ باید په خپل مصرف واخلي.

۴ــ د برازیل خاورې ته د رسیدو سره، ایا افغان اتباع باید فدرال پولیسو ته مراجعه وکړي؟

هغه افغانان چې برازیل ته د بشردوستانه ښه راغلاست لپاره د ویزې سره برازیل ته راځي باید برازیل ته د ننوتلو وروسته په اعظمي ډول د ۹۰ ورځو په موده کی د فدرال پولیسو ته مراجعه وکړي، دلاسرسي د نه شتون یا مشکلاتو په صورت کی کولای شي چی د UNHCR  د ددفتر سره اړیکه ونیسي.

۵ــ د برازیل خاورې ته د رسیدو سره، افغان اتباع کولی شي چی د کډوالۍ د پیژندنی یا د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړي؟
هو. افغانان، د برازیل خاورې ته د رسیدو سره، کولی شي د کډوالۍ لپاره غوښتنه وکړي. د پروسې په اړه د نورو معلوماتو لپاره، دلته کلیک وکړئ. هغه افغان پناه غوښتونکي چې ټاکلي معیارونه پوره کوي پرته له دې چې انټروي یا مرکې ته اړتیا ولري د یوې منظمې پروسې له لارې د مهاجرینو په توګه پیژندل کیدی شي. که تاسو د مهاجرت د پیژندنې لپاره غوښتنه ونه کړئ، نوکولی شۍ د بشردوستانه استقبال په موخه د لنډمهاله استوګنې غوښتنه وکړۍ، چې په پیل کې د دوو کلونو لپاره اعتبار لري او وروسته د دایمي استوګنې . د پناه غوښتونکو او مهاجرینو تر منځ د توپیرونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې معلوماتي فلیور وګورئ.

۶ــ  کله چې تاسو برازیل ته ورسیږئ، ایا تاسو یعنی د افغان اتباعو لپاره یو ژباړن یا ترجمان درکول کیږي؟

نه . د برازیل حکومت د ژباړې یا ترجمی لپاره هیڅ مرسته نه کوي. د ستونزو په صورت کې د پرتګالي ټولګیو د ترلاسه کولو لپاره باید د UNHCR څخه مرسته وغواړي.

۷ــ آیا په برازیل کی د افغانانو لپاره کوم ځانګړۍ مالي ملاتړ شته؟

برازیل له افغانانو سره کومه ځانګړې مالي مرسته نه کوي. په هرصورت، کډوال اوپناه غوښتونکي اوهرد تابعیت مهاجرین کولی شي د حکومت لخوا وړاندیز شوي ټولنیز ګټو څخه خوند واخلي، لکه Auxilio Brasil چی د نورو معلوماتو لپاره دلته کی کاږۍ .Auxilio Brasil

۸ــ ایا د افغاني اتباعو لپاره د کور کوم ځانګړی ملاتړ شتون لري؟

د افغانانو لپاره د کور کوم ځانګړی ملاتړ نشته. په هرصورت، دوی کولی شي په هغو ښارونو کې چې دوی موقعیت لري په پناه ځایونو کې داوسیدو غوښتنه وکړي. په مهمه توګه، داپناه ځایونه لنډمهاله دي، ډیری وختونه شریک وي او/یا په څوبرخو ویشل شوي وي (د بیلګې په توګه، د ښځو سرپناه، د نارینه سرپناه، فامیلي سرپناه). په عموم کې، د کورنۍ د سرپناه لږځایونه شتون لري. يعنې، د لنډمهاله اوسیدو د ترلاسه کولو لپاره د نارينه او ښځو څخه جوړه شوې کورنۍ د ويشلو امکان شته. د سرپناه ترلاسه کولو دڅرنګوا لۍ لپاره په برازیل کی کومکي سازمانونو او ټولنو څخه یوه ته مراجعی وکړۍ،او یا هم دلته معلومات تر لاسه کړۍ . یا د    UNHCR  پاڼی ته مراجعه وکړۍ.

 

۹ــ په برازیل کی افغان اتباع د کومو آسنادود تر لاسه کولو حق لري؟

هغه پناه غوښتونکي چی په برازیل کی د پناه غوښتوکي په توګه منل شوي وي حق لري چی د برازیل د مهاجرت ملي ثبت کارت((DPRNM، دکار او ټولنیز خوندیتوب کارت ((CTPS، د مالیی د ورکولو د ثبت کارت ((CPF او سفر کولو سند ( ژیړ پاسپورټ) تر لاسه کړي.

 

مهاجرین او پناه غوښتونکی حق لري چی د پنا غوښتنی موقتي پروتوکول (چی د یو کال لپاره د اعتبار وړدۍ او تر هغه وخته پوری د نوي کیدو وړ دۍ تر هغه وخته چی ددوی د پناه غوښتنی په اړه د مهاجرینو لپاره د ملي کمیټی لخوا يریکړه کيږي، د مهاجرت ملي د ثبت سند ( (CRNM، د کار او ټولنیزخوندیتوب کارت ((CTPS  او د انفرادي مالیی ورکولو د ثبت کارت (( CPF  تر لاسه کړي.

هغه افغان اتباع چی په برازیل کی یی د بشردوستۍ له لاری د پناه غوښتنی غوښتنه کړي وي دوی ته د مها جرت ملي د ثبت کارت (CRNM  (د انفرادي مالیی ورکولو کارت (CPF) ، د کار او ټولنیز خوندیتوب کارت (CTPS) ورکول کیږي.

د هر سند ترلاسه کولود څرنګوالي  لپاره دلته کی کاږۍ.

۱۰ــ آیا د برازیل لپاره د بشردوستانه ویزی صادرول کوم لګښت لري؟
لکه څنګه چې د۲۰۲۱ کال د سپتمبرپه ۲۴ نیټه د بین المللي فرمان له مخې چمتو شوۍ ، د افغانانو لپاره د بشردوستانه استقبال په هدف د ویزې ورکولو لپاره هیڅ لګښت نشته.

۱۱ــ آیا افغان اتباع کولای شی چی په برازیل کی کار وکړي؟

هو، افغان اتباع کولای شي چی په برازیل کی په بشپړه توګه کار وکړي. دامهمه ده چی د مسلکي فعالیت د تر سره کولو لپاره ټول اړین آسناد ولرۍ، لکه د انفرادی مالیی د ثبت کارت (CPF) د کار او ټولنیز خوندیتوب کارت (CTPS) چی سند یی ډیجیټلي دۍ، دمهاجرت د ثبت ملي لنډ مهاله سند (DPRNM) یا پروتوکول او یا هم د مهاجرت د ثبت ملي کارت ( CRNM ) ولرۍ . په برازیل کی د کار موندنی په اړه د نورو معلوماتو لپاره دلته کی کاږۍ.

۱۲ــ ایا افغان اتباع کولای شي چی په برازیل کې زده کړې وکړي او همدارنګه له افغانستان څخه خپل ډیپلومونه بیرته تایید کړي؟

هو، افغان اتباع کولای شي په برازیل کې د نورو برازیلیانو، مهاجرواو پناه غوښتونکو په څیر لومړنۍ، ثانوي، تخنیکي او لوړو زده کړو ته لاسرسی ولري. سربیره پردې ، دا ممکنه ده چې د خپل مسلک ته د بیا شروع لپاره په اصلي هیواد کې ترلاسه شوي ډیپلوم بیا تایید کړئ. دا یوه کړنلاره ده چې باید د عامه پوهنتونونو سره د متغیر لګښتونو او نیټې سره ترسره شي. ځینې ​​پوهنتونونه د کډوالو لپاره د بیاکتنی او ارظیا بۍ ځانګړي فیسونو څخه معافیت لري. د دې موضوعاتو په اړه د نورو معلوماتو لپاره دلته کی کاږۍ.

۱۳ــ افغان اتباع څنګه کولاۍ شي چی صحي خدماتو ته لاسرسۍ ومومي.
هر مهاجر او پناه غوښتونکۍ د افغانانو په ګډون،کولاۍ شي چی د برازیل ګډ روغتیایی سستم (SUS) وکاروي، کوم چی په نړیواله کچه ورته لاسرسۍ کیږي او په بشپړه توګه وړیا دۍ، دی خدماتو ته د لاسرسي لپاره باید روغتیایی کارت ولرۍ چی د (SUS) کارت نومیږي، چی دغه کارت په هر روغتیایی مرکز کی تر لاسه کولای شۍ، او یا هم د انټرنټ(Internet) له لاری. او د (SUS) کارت ته دلاسرسي او معلوماتو لپاره دلته کی کاږۍ.

 

۱۴ــ ایا افغانان په برازیل کې د کوویډ-۱۹(Covid-19) واکسین ترلاسه کولای شي؟ ایا د اخیستلو لپاره کوم لګښت شتون لري؟
هو، د افغانستان خلک کولاۍ شي او په برازیل کی دمهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان (UNHCR) لخوا دی ته هڅول کیږۍ تر څو د کرونا ضد واکسین ولګوي چی د برازیل په هر روغتیایی مرکزکی په وړیا ډول دي. د نورو معلوماتولپاره چی څنګه او چیرته کولاۍ شۍ چی د کرونا (Covid-19) ضد واکسین ولګوۍ دغه لینک کی کاږۍ.

 

که هغه پوښتنی او معلومات چی تاسی یی په لټه کی یاست په پورته لینکونو کی پیدا نکړی ، کومکي ټبونو(HELP ) پلیټ فارم ولټوۍ که چیری بیا هم تاسی معلوماتو ته ضرورت درلود دغه لینک باندی کلیک یا کی کاږي.


معلوماتي مواد

موادو ته د لاسرسي لپاره، په ساده ډول په لاندې انځورونو کلیک وکړئ.